د طالبانو معنوی پلار و وژل شو

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې بنسټ ګر مولانا سمع الحق د چړو به ګوزارونو وژل شوی دی.

د سمع الحق د وژل کېدو پېښه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د یوه برید کوونکی له خوا وژل شوی دی.

پاکستانی رسنیو د هغه د زوی حمید الحق له قوله ویلی پلار یې اسلام آباد ته یوه اعتراضیه پرلټ ته روان وو، خو د لارو بندېدو له کبله بېرته آسلام آباد ته نېږدې راولپنډۍ کې خپل ته تر ګرځېدو وروسته وژل شوی دی.

نوموړی ویلی، چې د پلار وسله وال ساتونکی او موټر چلوونکی یې بهر ته وتلی خو کله چې بېرته راغلی، ګوری، چې مولاناسمع الحق په خپل کټ کې پر وینو لت پت پروت دی.

د حمیدالحق په وینا پلار یې د برید کوونکی له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی او د پاکستان حکومت هم تایید کړې، چې مولانا سمیع الحق په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر د تایید تر څنګ ویلی، چې د دې وژنې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه خو پولیسو یې په اړه جدی پلټنې پیل کړې دی.

مولانا سمیع الحق د پاکستان یو له خورا مهمو مذهبی مشرانو څخه و، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې له څو لسیزو راهیسې د حقانیه دارالعلوم په نوم یوه مدرسه چلوله.

مولانا سمیع الحق د افغان طالبانو کلک ملاتړ وی، د هغه له حقانیه مدرسې څخه ګڼ طالبان فارغ شوی او په همدې توګه هغه ته د طالبانو د معنوی پلار خطاب کېده.

نوموړی په ۱۹۹۰ مو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د راټوکېدو او د حکومت جوړېدو پر مهال د هغوی مادی او معنوی مرسته کوله.

د ده د مدرسې یو شمېر زده کونکی افغانستان ته تلل چې د طالبانو په لیکو کې وجنګېږی او د حقانی شبکې مشر جلال الدین حقانی هم د هغه له شاګردانو څخه وو.

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته نوموړی په ښکاره د امریکا د یرغل پر ضد شعارونه ورکول، په ډاګه یې د طالبانو د وسله والې مبارزې ملاتړ کوی او د هغو د جګړې د دینی مشروعیت لپاره یې فتواوې ورکولې او طالبان یې خپل بچیان بلل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.