په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږی

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو په ضد د واکسین کمپاین پیلېږی، چې په ترڅ کې به یې پنځه میلیونه او ۳۰۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شی.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو ملی پروګرام د عامه اړیکو مسوول میرجان راسخ وایی، دا کمپاین په هغو سیمو کې پلى کېږی، چې د پولیو ویروس له لوړ خطر سره مخ دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۸م میلادی کال له پیل راهیسې تراوسه په هلمند، کندهار، اروزګان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.