افغانستان کې جهاد نور هم پیاوړی شی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې بنسټګر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د علماوو شورا رییس مولانا طاهر اشرفی ویلی، چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو سره به د ده په وینا افغانستان کې جهاد نور هم پیاوړی شی.

د د حقانیه مدرسې بنسټګر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو کلک ملاتړی، هغوی ته یې خپل بچیان ویل او په غربی رسنیو کې د طالبانو د معنوی پلار په نوم نومول شوی و، پرون جمعه د لړم ۱۱ مه د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په راولپنډۍ ښار کې وژل شوی.

د مولانا سمیع الحق زوی د خپل پلار د وژل کېدو په اړه پاکستانی رسنیو ته ویلی، چې پلار یې اسلام آباد ته یوه اعتراضیه پرلټ ته روان و، خو د لارو بندېدو له کبله بېرته راولپنډۍ ته خپل کور ته تللی وو.

د هغه په وینا د پلار وسله وال ساتونکی او موټر چلوونکی یې بهر وتلی و، چې یو برید کوونکی کور ته ننوتی او پلار یې په خپل کټ کې د چړو په ګوزارونو سره وژلی دی.

د مولانا سمیع الحق پر وژل کېدو په پاکستان او افغانستان کې پر خوله رسنیو غبرګونونه ښودل شوی او ډېری خلکو یې پر وژل کېدو خوښی ښودلې، ځکه د دوی په وینا مولانا سمیع الحق هغه څوک و، چې په افغانستان کې یې له طالبانو کلک ملاتړ کاوه، د جهاد فتواوې یې ورکړې او افغان جګړې ته یې لمن وهله.
خو د تاند ویب پاڼې د راپور له مخې د پاکستان د علماو شورا رییس مولاناطاهر اشرفی د پاکستان نیوز تلوېزیونی چینل سره په خبرو کې چې ویډیو یې په خواله رسنیو خپره شوې ویلی، چې هغه خلک چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو خوښ دی او یا خوښی ښیی، غلط پوه شوی دی.

هغه ویلی«هغه خلک چې وایی چې د افغانستان جهاد به د مولانا سمیع الحق په شهادت سره پای ته ورسیږی هغوی په غلط فهمۍ کې دی. په خدای قسم چې د مولانا سمیع الحق شهادت به د افغانستان جهاد دومره پیاوړی کړی چې هلته به هېڅ باطل پاتې نشی.»

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.