داعش ډلې درې مهم غړی نیول شوی

سیمه ییز چارواکی وایی، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې درې مهم او کلیدی غړی د ملی امنیت په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلی، دغه درې داعشیان د بهسودو ولسوالۍ، ننګرهار ښار او ثمرخېلو سیمو کې نیول شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو په یادو سیمو کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د داعش درې مهم غړی نیول شوی دی.

د خوږیاڼی په وینا په نیولو شویو کسانو کې یو هم د داعش مالی مسوول چې خاصه دار نومېږی هم شامل دی.

خوږیاڼی وایی، خاصه دار د داعش د سیمه ییز مشر عبدالله خراسانی سره نېږدې اړیکې درلودې او هغه ته یې د پیسو راټولو برخې مسوولیت پر غاړه درلود او پر همدې پیسو یې بیا ترهګر فعالیتونه کول.

ننګرهار کې د داعش دا درې مهم غړی پر داسې مهال نیول کېږی، چې دغه ډلې په ننګرهار ولایت کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.