محمدنبی یو ځل بیا بیګ باش کې لوبه کوی

د نړۍ دوهم نمبر افغان ال راونډر محمدنبی عیسی خېل یو ځل بیا په بېګ باش لیګ سیالیو کې وپېرل شو.

محمدنبی عیسی خېل تېرکال د اسټرالیا په سوداګریزکرکټ لیګ بېګ باش کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و او یو ځل بیا د نوموړې لوبډلې د مشر انډریو مک ډونالډز له خوا اخېستل شوی دی.

محمدنبی عیسی خېل ویلی، چې تېرکال هغه په بېګ باش لیګ کې ولوبید او خورا خوښ و.

تېر کال محمدنبی عیسی خېل په درې پانیو توپ وهنوکې د مېلبورن لوبډلې لپاره ۸۸ منډې کړې وې، چې په یوه لوبه کې یې پنځوسیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د توپ اچونې په برخه کې یې د کیوین پېټرسن وېکټ هم ترلاسه کړې وه.

محمدنبی عیسی خېل تېرکال په بېګ باش لیګ کې په ۷ لوبوکې ۸ وېکټې اخېستې وې.

د نوموړی د ښې لوبې له امله مېلبورن لوبډله تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه. عیسی خېل تېرکال په ۵ اعشاره ۷۶ ایکانومی توپ اچونه کړې وه.

کرېک بز وېب پاڼې د محمدنبی عیسی خېل له قوله لیکلی، چې ما تېرکال د بېګ باش لیګ له لوبولو پوره خوند واخېست او یو ځل بیا په دغه لیګ کې لوبېږم، مونږ تېرکال یوه ښه لوبډله درلودله، ما له ځېنو په زړه پورو خلکو سره ملاقات او لیده کاته درلودل، محمد نبی ویلی زه ننداره کوونکو ډېر وهڅولم.

محمدنبی عیسی خېل د شل اوریزه لوبو په الراونډرانوکې تر مکسویل وروسته دوهم نمبر غوره ال راونډر دی.

نبی عیسی خېل په اې پی ایل سیالیوکې دوه ځل له سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېدلی دی.

د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې مشر مک ډونلډز ویلی، چې محمدنبی په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې له ځانه وړتیا ښودلې او تېرکال هغه د مېلبورن لوبډلې لپاره ښې لوبې وکړې او سږ کال دا دی یو ځل بیا واخېستل شو.

د بی بی ایل یا بېګ بېش لیګ سیالۍ د روان کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پېلېږی او د ۲۰۱۹ م کال تر فبرورۍ میاشت پورې دوام کوی.

محمدنبی عیسی خېل نه یواځې دا چې د نړیوالو په منځ کې شهرت لری، بلکې د افغان لوبغاړو په منځ کې هغه لوبغاړی دی، چې ډېر زیات افغان مینه وال لری.

عیسی خېل سږ کال د افغانستان سوداګریزلیګ اتلولی هم وګټله، چې د ده په لوبډلمشرۍ د بلخ لوبډله تر اتلولۍ ورسېده.

محمدنبی عیسی خېل سره یو ځای راشدخان او مجیب هم سږ کال په دغه لیګ کې لوبېږی، اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې راشدخان او برېسبېن هیټ لوبډله کې بیا مجیب ځدران اخېستل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares