سامسنګ راتلونکې اوونۍ کات کېدونکی ځیرک مبایل وړاندې کوی

د نړۍ مشهورې سترې کمپنۍ سامسنګ اعلان کړی چې د خپل لومړی کات کیدونکی (Foldable) ځیرک مبایل ځانګړتیاوې او نورې برخې راتلونکې اوونۍ د یوه کانفرانس له لارې څرګندې کړی.

دغه مبایل به د نړۍ تر ټولو لومړی کات کیدونکی مبایل وی چې ځانګړې ډیسپلی او یو شمېر نورو خوبیانې څخه برخمن وی، خو دغه کات کیدونکې ډیسپلی به څرنګه کار ورکوی، راتلونکې اوونۍ به څرګنده شی، د یاد مبایل یو شمېر خیالی عکسونه نشر شوی خو د سامسنګ لخوا به حقیقی عکسونه وروسته خپاره شی.

سامسنګ تېر ۲۰۱۷م کال د نومبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د ایفون ایکس په مقابل کې به (ګلیکسی ایکس/ګلیکسی ایف) چې کات کیدونکی مبایل به وی وړاندې کوی، او ددې لپاره یې د وړاندې کېدو نېټه د ۲۰۱۸م کال پای او یا هم د ۲۰۱۹م پېل ښودلی و.

خو داسې تمه کیږی چې دغه ځیرک مبایل د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په پېل کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شی، خو وروستۍ نېټه به یې سامسنګ راتلونکې اوونۍ د کانفرانس له مخې کوی.

دغه مبایل به د نورو ډیرو ځانګړتیاو سره نوې او عجیبه ځانګړتیا دا هم لری چې د کات کیدلو سره به په جیب کې د بټوې په شکل کیښودل کیږی، خو د خلاصولو پرمهال یې ډیسپلی د نورو عادی ځیرک مبایلونو څخه ستره ده.

د سامسنګ کمپنۍ له تېر کال اعلان وروسته د ایل جی، ایپل او موټرولا کمپنیو هم اعلان کړی و چې کات کېدونکی مبایل به وړاندې کوی، خو تر دې دمه بازار ته نه دی وړاندې شوی.

ویل کیږی چې په ۲۰۱۹م کال کې به پنځه نوی کات کېدونکی مبایلونه بېلا بېلې کمپنیانې وړاندې کړی، په دې کې به د سامسنګ، ایپل، موټرولا، هوواوې او ایل جی کمپنیانې شاملې وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.