مشرانو جرگه: حکومت دې ژر تر ژره بریښنایی پېژندپاڼې وویشی

د افغانستان مشرانو جرگه وایی، حکومت دې ژر تر ژره د بریښنایی پېژندپاڼو ویشل پیل کړی او یو شمېر سناتوران ولسی جرگه تورنوی، چې د پېژندپاڼو په مسئله کې خنډ پېښوی.

د مشرانو جرگې د یکشنبې ورځې په عمومی غونډه کې د جرگې مشر فضل الهادی مسلمیار وویل، د نفوسو احوالو د ثبت قانون د ملی شورا مختلط کمېسیون تایید کړی او نور په کې د بحث ځای نه شته.

د هغه په وینا حکومت باید له خنډ او بهانو پرته د بریښنایی پېژندپاڼو ویش پیل او دا ملی پروسه دې نوره نه ټکنۍ کوی.

د مسلمیار په وینا که د ولسی جرگې غړی د نفوسو احوالو د ثبت قانون په اړه بیا نظرونه ورکوی او دا قانون ردوی، مشرانو جرگه به د ولسی جرگې له لوری ورغلی هیڅ قانون بحث ته وړاندې نه کړی.

د پکتیکا سناتور جمعه الدین گیانی وال وویل، د ولسی جرگې درې تنه غړی د نفوسو احوالو د ثبت قانون په نوم قومی مسائلو ته لمن وهی او حکومت باید د دغه کار مخه ونیسی.

د هغه په وینا تر ټولو معقوله لاره دا ده چې له خنډ او ځنډ پرته د بریښنایی پېژندپاڼو ویش پیل شی.

د بدخشان سناتورې گلالۍ اکبری هم د ولسی جرگې یو شمېر غړی تورن کړل، چې د بریښنایی پېژندپاڼو د ویش پر وړاندې خنډ کیږی.

د هغې په وینا نور د پېژندپاڼو د ویش ځنډول د هیچا په خیر نه دی او حکومت باید ژر تر ژره پېژندپاڼې وویشی.

نږدې درې اونۍ وړاندې د ولسی جرگې او مشرانو جرگې گډ کمېسیون د نفوسو احوالو د ثبت قانو د تعدیل په اړه د ولسمشر غنی فرمان تایید کړ؛ خو اوس یو شمېر وکیلان وایی، نه باید دا فرمان تایید شوی وای.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares