طالبان د سولې وکړی، چې بهرنی پوځیان و وځی

د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلی وسله وال طالبان دې جګړه و دروی او سوله دې وکړی، څو بهرنی پوځونه له افغانستانه و وځی.

حکمتیار زیاته کړه، چې د طالبانو استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

خو وایی، امریکا له طالبانو غوښتی، داسې شرایط برابر کړی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا پاتې نه شی.

د حکمتیار په وینا که څه هم د طالبانو او خلیلزاد تر منځ خبرو کې تر اوسه پورې کومه نوې خبره نشه خو د دوی تر منځ د خبرو پیل یو ښه پرمختګ دی.

نوموړی ویلی، اوس هغه وخت راغلی، چې طالبان جګړه پای ته ورسوی او سوله وکړی، تر چې بهرنی پوځیان له افغانستانه و وځی.

د اسلامی حزب د مشر په خبره اوس توپ د طالبانو په لاس کې دی، دوی باید جګړه ودروی تر څو بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لار برابره او له افغانستانه و وځی.

ښاغلی حکمتیار زیاته کړې، چې دوی د طالبانو له مشرانو سره مستقیم او غیرمستقیم تماسونه لری او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش هغه مسله ده چې دوی له طالبانو سره پرې پر له پسې خبرې کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.