ولسمشر غنی د پکتیکا ولایت مقام نوې ودانۍ پرانیسته

ولسمشر غنی پکتیکا ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د دغه لایت د مقام نوې ودانی پرانیسته.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی د پکتیکا ولایت د ملکی او نظامی مسئولینو او مشرانو په حضور کې ددغه ولایت د‌ مقام نوې ودانۍ پرانیسته.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د ‌پکتیکا ولایت مقام نوې ودانۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت په دوه پوړونو کې په اساسی او معیاری ډول جوړه شوې.

د جمهوری ریاست دفتر په وینا، ولسمشر غنی به د دغه سفر په لړ کې د ولایت د نوې ودانۍ د پرانیستې ترڅنګ ددغه ولایت له ملکی او نظامی مسؤلینو او د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares