د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه حنیف اتمر غبرګون

له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه داسې راپورونه راسیږی، چې د وسلوالو طالبانو او ځایی پاڅونوالو ترمنځ نښته کې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی.

ملکی تلفات په هیڅ صورت د قبول وړ نه دی او د عام ولس پر وړاندې دا ډول عمل په کلکه غندم. په دواړو ښکېلو لورو غږ کوم، چې د ملکی وګړو د سر او مال ساتنې ته جدی پاملرنه وکړی.

همدارنګه د روان تاوتریخوالی له امله د سیمې اوسیدونکی د خوراکی توکو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شوی، له دولت او اړوندو حکومتی ادارو څخه غوښتنه کوم، چې ملکی وګړو ته بیړنۍ بشری مرستې ورسوی او د نورو ستونزو له رامنځته کیدو څخه مخنیوی وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.