د افغان سندرغاړې توهین

په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې مشهوره افغان سندرغاړې استاد مهوش په امریکا کې له یوه جومات څخه ویستل شوې ده.

جومات ستا ځای نه دی!

وېل کیږی، چې د استاد مهوش دغه سپکاوی څو ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت په شمالی برخه کې شوی دی.

د راپورونو مطابق، استاد مهوش د ابوبکر صدیق(رض) په نوم یوه ښځینه جومات ته تللې وه، چې درېیو ښځو په توهین آمېزه بڼه له جوماته ویستې او ورته ویلی: ته سندرغاړې یې، جومات ستا ځای نه دی.

خپله د استاد مهوش نظر په دې اړه نه دی ترلاسه شوی.

غبرګونونه

د افغان حکومت د اجرایه ریاست یوې کارکوونکې او فرهنګی څېرې عطیه مهربان پرخپلې فیسبوک پاڼې له استاد مهوش سره چلند غندلی.

هغې لیکلی: د اسلام له نوم څخه ځینې ناوړه ګټه اخیستونکی له نورو سره داسې تبعیضانه چلند کوی، لکه دوی چې د خدای تعالی(ج) استازی وی. دوی حق نه لری چې د هیچا او بالخصوص د استاد مهوش په شان سترو شخصیتونو سپکاوی وکړی.

مشهور افغان لیکوال رزاق مامون بیا په یوه اوږده لیکنه کې پر مېرمن استاد مهوش نیوکې کړی.

مامون وایی: استاد مهوش د افغانی ټولنې د معمول له مخې په تېرعمر جومات ته له تګ سره یو ډول ریاکاری کوله، خو ناکامه او له بد چلند سره مخ شوه.

د استاد مهوش دغه منتقد دغه راز پر هغې تور لګوی، چې د لوړ هنری مقام باوجود له عام ټولنیز ذهنیت څخه زر متاثریږی.

د رزاق مامون په وینا کلونه مخکې یې په کابل کې استاد مهوش له پنجابی لباس سره لیدلې او زړه یې ترې بد شوی.

د استاد مهوش په اړه

استاد مهوش په ۱۳۲۶ کال په کابل کې زیږیدلې. هغه دری ژبې ده، خو ګڼې پښتو سندرې هم لری.

د مهوش اصلی نوم ګلالۍ ده. هغه د فریدې په نوم هم مشهوره ده.

استاد مهوش لومړنۍ او یوازینۍ افغان ښځینه سندرغاړې ده. دې د لومړنۍ سندرغاړې په توګه پر ملی ټلویزون سندرې ویلې.

استاد مهوش د سلګونه غوره سندرو د ویاړ لرلو ترڅنګ د افغانستان د هنرمندانو لومړنۍ هغه وه، چې په ۲۰۰۷ کې یې د ملګرو ملتونو په سازمان کې سندرې وویلې.

یاد شوی کال د ملګرو ملتونو لخوا د مشهور افغان شاعر او صوفی مولانا جلال الدین محمد بلخی په نامه نومول شوی و.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.