واده د چا په خوښه وکړو

آرمان همراز 

زموږ په ټولنه کې د زلمیانو لپاره یوه اندیښمنوونکې مسئله واده دی. دا چې واده څنګه او د چا په خوښه وکړو، په دې لنډه لیکنه کې یې درسره ولولئ!

 د افغانستان په زیاترو برخو کې د ودونو او خوښۍ د محفلونو رقابتی لګښتونه ورځ په ورځ زیاتیږی او له دې امله ډیر زلمیان په بهرنیو هیوادونو کې د واده د ولور او محفلونو په موخه کلونه کلونه مسافری تیروی.

زموږ په ټولنه کې د ودونو لپاره ډیرې بیړنۍ پریکړې کیږی، زیاتره والدین د خپل زوی او یا هم لور د کوژدې لپاره سملاستی عمل کوی. په داسې حال کې چې دا د دوو کسانو د ژوند مهمه مسئله ده او پر دې باید پوره غور وشی.

زموږ په ټولنه کې ډیر کم داسې پیښیږی، چې هلک نجلۍ او نجلۍ هلک وګوری، په پټو سترګو یو بل ته په نامه کیږی او د واده پر لومړۍ ورځ خپل قسمت ګوری، چې تر پلو لاندې څه راوځی.

زه په دې باوری یمه، چې دا دود باید نور مات شی. والدین باید تر ډیره د نجلۍ او هلک خوښې ته غاړه کیږدی. په دې سره به د دواړو ژوند خوشاله وی او د تاوتریخوالی او خوشنت پیښې به هم ورسره کمې شی.

په واده کې د چارو تنظیم او پلانول هم مهم دی. شیرین خوری، کوژده او نورو محفلونو کې دومره لګښت مه کوئ، چې بله ورځ د واده پیسې ونه لرئ.

یو شمیر میندې او پلرونه خپلې لوڼې نه ودوی او په لسګونو مرکې رخصتوی. هغوی دا کار له خپلو لوڼو سره مینه او محبت ګڼی، خو واقعیت دا دی، چې دا له لوڼو سره ظلم دی.

ځکه د هغوی د پیغلتوب شپې او ورځې تیریږی او بالاخره داسې ورځ را رسیږی، چې عمر به یې زیات او مرکې به یې کمې شی.

شرعیت حکم کوی، چې لور او زوی بالغ شول نو د واده غم یې وخورئ. په واده کې انتخاب د دواړو اړخونو حق دی. ډاکټر له ډاکټرې او ښوونکې له ښوونکی سره غوره انتخابونه دی، ځکه که یو کس خورا لوستی او د مډرن ژوند څښتن وی، نالوستې ښځه به یې د ژوند اړتیاوې پوره نه کړای شی.

معیوب د معیوبې ښځې او معیوبه ښځه د معیوب نارینه لپاره ښه انتخاب دی. که چیرې تاسو هم د واده په اړه کوم ښه نظر لرئ نو له پښتو بهیر سره یې شریک کړئ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.