کونړکې دواکسین کمپاین پیل شو

د کونړ والی عبدالستار میرزکوال له خلکو وغوښتل چې د پنځه کلنۍ څخه ښکته ماشومان واکسین کړی او د ګوزڼ له ناروغۍ یې وژغوری .

کونړ کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد څلور ورځنی کمپاین د کونړ والی ، ولایتی شورا رئیس ،د عامې روغتیا رئیس ‌او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو ماشومانو ته د واکسینو په دوه دوه څاڅکو کولو سره پیل شو چې د روان کمپاین په ترڅ کې به د دې ولایت په ښاری سیمو ،کلیو او بانډو کې (۱۶۷۱۶۶) د هدف وړ ماشومان واکسین شی .

کونړ والی د پولیوـ ګوزڼ ناروغۍ لمنځه وړل د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل او په یاده برخه کې یې د حکومتی ادارو ترڅنګ د قومی مخورو،علماوو،ځوانانو او مدنی ټولنو په هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړی له ولسونو وغوښتل چې د واکسینو ټیمونو سره همکاری وکړی او د واکسینو په کولو سره خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ څخه وژغوری

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.