د خبریالانو د مالی ملاتړ له صندوق سره پر مرستې ټینګار وشو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکی وایی، د خبریالانو د مالی ملاتړ له صندوق څخه به په رڼه توګه له اړو خبریالانو سره مرسته کېږی.
د دغه وزارت مرستیالې سیدې مژګان مصطفوی نن د خبریالانو د مالی ملاتړ صندوق په پرانیستغونډه کې وویل، له خبریالانو ملاتړ یوازې د دولت دنده نه، بلکې د رسنیو د مالکانو اصلی دنده ده او ملی سوداګرو او پانګه وال هم یې باید ملاتړ وکړی.
مصطفوی په همدې حال کې په هېواد کې د رسنیو پر مالکانو غږ وکړ، چې د خبریالانو حقونه باید ورکړی.
نوموړې زیاته کړه، د رسنیو د تاسیس او فعالیت په مقرره کې چې د خبریالانو کوم حقونه ذکر شوی، د رخصتۍ، معاش، درملنې او داسې نورو په ګډون افغان خبریالانو ته په بشپړه توګه نه ورکول کېږی.
دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د مصئونیت نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دى.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.