د دیا میرزا مینه ‌والو ته ښه خبر

د بالیووډ یا هندی سېنما ښکلې ستورې دیا میرزا چې یو مهال د اسیا او بیا د هندوستان د ښکلا ملکه وه، له شپږ کلنی ځنډ وروسته یو ځل بیا هنری ډګر ته راغله.

دیا په ۲۰۰۱ مېلادی کال کې خپل هنری سفر د رهنا هې تېرې دل میں، له فلم څخه پیل کړ، هغه فلم چې هغه یې د شهرت لوړو پوړیو ته پورته کړه.

که څه هم دیا په ۲۰۱۴ مېلادی کال کې واده وکړ، مګر تر هغه وړاندې یې له ۲۰۱۱ مېلادی کال راهیسې ځینې علتونو پر هنری ژوند منفی اغېز کړی و.

تر اوسه دیا دې پوښتنې ته سم ځواب نه دی ورکړی چې ولې په دې کلونو کې په فلمونو کې کمه ښکارېده.

اوس دیا میرزا د سنجې‌دت په ژوند د جوړېدونکی فلم برخه ده او مرکزی رول به په‌ کې پر مخ یوسی.

په دې فلم کې رنبیر کپور د سنجې‌دت په څېره را ښکاره کېږی او تر خوا یې بیا دیا میرزا د هغه د مېرمنې منایی تا رول لوبوی.

دیا میرزا وایی، خوښه ده چې د دې فلم برخه ده او هیله یې ښوولې چې ښه به ولوبېږی.

سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares