د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو هنرمندان ستایی

د هنر د جشنوارې د جوړولو د کمیسیون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لری چې د هنر د جشنوارې په جوړولو سره د بېلابېلو برخو هنرمندان وستایی.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه تصمیم په باب د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ په پرتمین ډول د هنر جشنواره جوړوو، تر څو د بېلابېلو برخو هنرمندان وستایل شی.
په دې غونډه کې د هنر د عالی شورا مرستیال تیمورشاه حکیمیار د جشنوارې د جوړولو په باب معلومات ورکړل .
په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو استازو خپلې نظریې او پیشنهادونه وړاندې کړل او پریکــړه وشوه چې په راتلوونکی غونډه کې وړاندې شوی پیشنهادونه او د جشنوارې د جوړولو د نېټې په باب خبرې اترې وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.