افغان حکومت له امریکا سره د چابهار بندر په اړه خبرې کړې

پر ایران د امریکا له بندیزو سره سم افغان ولسمشر د چابهار بندر په اړه له امریکایی چارواکو سره خبرې کړې او له هغوی یې ډاډ تر لاسه کړی دی.

ولسمشر غنی د جنوبی آسیا او افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړې استازې آلیس ویلز سره لیدلی او د چابهار بندر په اړه یې ورسره خبرې کړې دی.

د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایی، ولسمشر غنی پرون یکشنبې د لړم ۱۳ مه ارګ کې د امریکا له ځانګړې استازې مېرمن ویلز سره وکتل او د ګڼو مسایلو تر څنګ یې د چابهار بندر په اړه خبرې ورسره وکړې.

په خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر جزیات نه دی ورکړل شوی، خو آلیس ویلز ولسمشر غنی ته ډاډ ورکړی چې پر ایران په لګېدونکو بندیزونو کې اته هېوادونه مستثنا دی.

ټاکل شوې، چې امریکا نن د ایران پر مهمو طبعی سرچینو لکه ګاز او تېلو بندیزونه ولګوی، چې له لګېدو سره سم یې دغه هېواد نه شی کولای پر کوم چا تېل او ګاز وپلوری او سوداګری ورسره وکړی.

ویره همدا ده، چې پر ایران د امریکا بندیزونه به پر افغانستان په ځانګړې ډول په چابهار سوداګریز بندر هم اغېز وکړی، خو افغان حکومت وایی، دوی د چابهار بندر په اړه له امریکا سره خبرې روانې کړې او دغه بندر به له خطره ژغوری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.