سوله غواړو خو د مسکو په غونډه کې مو د ګډون پرېکړه نه ده کړې

هندی رسنۍ وایی، هند د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون پرېکړه تر اوسه پورې نه ده کړې.

د افغان سولې په اړه د مسکو غونده راتلونکې جمعه د نومبر میاشتې ۹ مه جوړېدونکې ده.

د روسی چارواکو په وینا دې غونډې ته د اافغان حکومت، افغان سیاستوالو، طالبانو او امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازی وربلل شوی دی.

افغانستان وایی، د سولې عالی شورا یو پلاوی به په دغه غونده کې ګډون وکړی، پخوانی ولسمشر کرزی او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور هم ویلی چې دوی به په دغه غونده کې ګډون وکړی.

د سولې عالی شورا وایی، د مسکو په غونده کې به د دوی له ۴ تر شپږو کسانو پورې یو پلاوی ګډون وکړی، او طالبانو هم ویلی، چې د مسکو غونډې ته به د قطر دفتر غړی ورولېږی.

له دې سره تر څنګ قزاقستان هم د دې پخلی کړی، چې د مسکو په غونده کې به ګډون وکړی، خو هند ویلی، چې دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او د سیمې د نورو هېوادونو له خوا هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

هندی رسنۍ د هندی چارواکو له قوله وایی، دوی هیله لری، چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله راشی او جګړه ختمه شی، خو تر اوسه یې د مسکو په غونډه کې د ګډون هېڅ ډول پرېکړه نه ده کړې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.