فاریاب کې د طالبانو د نظامی کمېسیون رییس وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامی کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې وژل شوی طالب قاری یوسف مشهور په حقیار دی.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې قاری یوسف د فاریاب د خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامی کمېسیون رییس او د دغه ډلې یو کلېدی غړی وو.

سرچینه زیاتوی، چې د طالبانو دغه مهم غړی دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنیتی ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپی شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې قاری یوسف تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه طالب مشر د ګڼو ولسوالیو په ناامینو کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.