امریکا دې د افغان جګړې د سیاسی حل لپاره خپلې هڅې ډېرې کړی

د افغانستان د ملی امنیت شورا مخکنی سلاکار محمد حنیف اتمر وایی، امریکا دې د افغان جګړې د سیاسی حل له پاره خپلې هڅې ډېرې کړی.

اتمر دغه څرګندونې د جنوبی آسیا او افغانستان له پاره د امریکا ځانګړې استازی آلیس ویلز سره په لیدنه کې کړې دی.

مېرمن ویلز کابل ته راغلی او له یو شمېر افغان چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې دی.

له اتمرسره په لیدنه کې مېرمن ویلز ویلی دوی د افغانستان د ستونزې د حل له پاره هڅې پیل کړې او موخه دا ده، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړی.

په ورته وخت کې د ملی امنیت شورا پخوانی سلاکا ښاغلی اتمر ویلی، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ له پاره مهم دی او امریکا ته پکار دی، چې د سیمې هېوادونه په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوی.

ښاغلی اتمر مېرمن ویلز ته ویلی، چې امریکا باید د افغان جګړې د سیاسی حل له پاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړی.

باید و ویل شی، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټاکنو او د افغانستان د روان امنیتی وضعیت په اړه هم خبرې او بحث کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.