د مصر امنیتی ځواکونه وایی، ۱۹ وسله‌وال یې وژلی دی

د مصر امنیتی ځواکونه وایی، هغه ۱۹ وسله‌وال یې پرون وژلی دی چې ګمان کېږی پر مصری قبطیانو یې د نوومبر د دوهمې نېټې برید کړی و.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دا وسله‌وال یې په المینیا ولایت کې چېرته چې پر قبطیانو برید شوی و، په نښه کړی دی.

د نوومبر په دوهمه نېټه پر قبطی زیارت کوونکو د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.

داعش ډلې پرته له دې چې جزئیات ورکړی، د دغې حملې مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

قبطیان د مصر د نفوس شاوخوا لس په سلو کې برخه جوړوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares