د عراق په پایتخت بغداد کې بمی چاودونو لږ تر لږه ۶ کسان ووژل

د عراق په پایتخت بغداد کې پرون ناوخته بمی چاودونو لږ تر لږه ۶ کسان ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

داعش ډلې د دې چاودنو چې د بغداد په شیعه مېشتو سیمو د ماښام د ګڼې ګوڼې په وخت وشوې، مسوولیت منلی دی.

د عراق حکومت او لویدیځو متحدانو ویلی دی چې که څه هم په عراق کې د شیعه ګانو او سُنیانو ترمنځ فرقه‌ای تاوتریخوالی کم شوی دی، خو دا هېواد لاهم د داعش او القاعده ډلو له ګواښونو سره مخ دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.