سرور دانش: په اساسی قانون کې لاسوهنه د هر چا کار نه دی

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش په تیرو څلوارلس کلونو کې په ډیرو برخو کې د اساسی قانون د احکامو نه پلی کیدل د افغان حکومت بې وسی، د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ګڼی.

محمد سرور دانش، چې نن یې د افغانستان د اساسی قانون د تصویب د څوارلسمې کالیزې د لمانځلو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې په ډیرو برخو کې د اساسی قانون څخه سرغړونې شوی، خو په خبره یې دا سرغړونې دومره هم نه دی، لکه چې په څیړنیزو رپوټونو کې یې یادونه کیږی. هغه په اساسی قانون کې تعدیل راوستل یو پیچلی بهیر ګڼی او وایی، که هرچا په خپله خوښه په اساسی قانون کې تعدیل راوستلی شو، نو اوسنی ثبات به په افغانستان کې نه وو.

ښاغلی دانش دا خبرې په داسې حال کې کوی چې پرون د پژواک خبری آژانس او دافغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د اساسی قانون په اړه یو ګډ راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوی و، چې په تیرو څوارلس کلونو کې د افغانستان د اساسی قانون ۹۶ مادې تر پښو لاندې شوې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares