کال فصلونه

انډیوالانو سلامونه!

شاید په مکتب کې هم کله کله ترانې وایاست، خو ځینې ماشومان وی چې په زړه کې بیداره وی، مګر ډېر جرات نه لری چې د کتار په مخ کې خلکو ته ترانه ووایی. کله کله بیا ماشومان جرات هم لری، مګر کومه داسې ترانه چې خوښه یې شی او چا ته یې ووایی، ګوتو ته نه ورځی. راځئ معصومې غرنۍ توړۍ دغسې یوه خوږه ترانه درته لیکلې، زده یې کړئ او که مو یاده کړه لا به ښه وی؛

***

کال فصلونه

څومره ښکلې دا دنیا ده پکې جوړ څلور فصلونه

ډېر ښکلی یې نومونه

لومړی یې پسرلی دی چې لری ښه ډېر ګلان

ډېر وی پکې باران

دویم موسم یې دوبی له مېوو نه وی ډک پک

ټول وی ورته هک پک

درېیم موسم یې منی په هر خوا پاڼې رژېږی

ګلان پکې زنګېږی

دا ژمی څلورم دی پکې واورې ډېرې ووری

ښکلا پکې هر لوری

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares