له هکرانو سره ټوکې مه کوئ

کله کله داسې هم کېږی چې ډېرې کمې پیسې، لوی کار خراب کړی. هغه داسې چې یو هکر په متحده عربی اماراتو کې د یوه پېژندل شوی ټرېول بلاګر انسټاګرام هک کړی او کله چې یې ترې د پیسو غوښتنه وکړه، هغه و نه منله.

ډیلین ماریه وایی، د اکټوبر په نهه ویشتمه یې یو اېمېل تر لاسه کړ چې په کې یې د هغه د انسټاګرام د بېرته پرانیستو په بدل کې دوه سوه ډالر ترې غوښتی و.

دی وایی، ده د ایمیل په ځواب کې ولیکل چې دا کار نا ممکن دی، خو له دې ځواب یې لا پوره ساعت نه و، تېر شوی چې انسټاګرام یې له بېخه ډېلېټ شوی و.

دی وایی، نه پوهېږی چې دا ځیرک هکر څوک و، ځکه ده د ایمیل له تر لاسه کولو سمدلاسه وروسته خپل نوم او پټ نوم بدل کړل، مګر پایله یې سرچپه راووته.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.