دشهید شویو خبریالانو په  یاد غونډه او دقران کریم ختم وشو

هلمند کې دشهید شویو خبریالانو په  یاد غونډه او دقران کریم ختم  وشو.

دهلمند ولایت دژورنالیستانو خپلواکه ټولنه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی . چې په تیرو لسو کلونو کې په دې ولایت کې شپږ تنه خبریالان په بیلا بیلو امنیتی او مرموزو پیښو کې وژل شوی، چې تر دې مهاله یې نه  دوسیې څیړل شوې او نه یې هم له کورنیو سره  حکومت او د خبریالانو بنسټونو مرسته کړې ده.

دغه وروستی مراسم  دې ولایت کې د اریانا خبریال شهید نعمت الله  زهیر ددوهم تلین  په پلمه جوړ شوی و، چې پرمهال یې دخبریالانو ترڅنګ ګڼ شمیر دینی عالمانو، قومی مشرانو اوځوانانو برخه اخیستی وه او د هغوی پاکو روحونو ته دعاوې وکړی.

د هلمند خبریالان  هر کال د ټولو وژل شویو خبریالانو په یاد  دتلین  په نوم  یوه  غونډه او د قرانکریم  ختم  مراسیم نیسی څو د هغوی یاد ژوندی وساتې او له چارواکو یې حق او د دوسیو څیړلو  غوښتنه وکړی.

ددې ولایت خبریالانو له حکومت او اړونده بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې په مرموزو پیښو کې د وژل شویو خبریالانو دوسیی وڅیړی او په ټوله کې دیادو خبریالانو له کورنیو  سره مرسته وکړی.

هلمند کې لومړی خبریال عبدالصمد روحانی و، چې لس کاله وړاندی په  لښکرګاه ښآر کې په مرموز ډول ووژل شو او وروستی خبریال نعمت الله زهیر دوه کاله وړاندی لښکرګاه ښآر په څنډه کې د جګړې په کرښه کې د ماین  په چاودنه کې ژوند له لاسه وکړ.

باید وویل چې خبریالان بی طرفه اشخاص دی دکار او فعالیت هدف یې د خلکو غږ پورته کول دی، له ښکیلو غواړو غوښتنه کوو، چې په خوندیتوب کې یې جدی پآملرنه وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.