ارګ د خاص اروزګان د جګړې په اړه خپل حکم اصلاح کړ

په ټولنیزو رسنیو کې له پرون راهیسې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه حکمونه لاس په لاس کېږی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې  ورځې په حکم کې د خاص اروزګان ولسوالۍ جګړه قومی بلل شوې وه او ویلی یې وی، د دغه ستونزې د حل له پاره یې یو پلاوی هم ټاکل شوی.

خو د ولسمشرۍ پر دغه حکم بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل او د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې دا خبره رد کړه، چې ګنې خاص اروزګان کې جګړه قومی ده.

عبدالله وویل، دا جګړه قومی نه بلکې، د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه ده، چې طالبانو یې مسوولیت هم پر غاړه اخیستی او ولسی وګړو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر دغه نیوکو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د خاص اروزګان د جګړې په اړه د ولسمشر د حکم یو بل انځور په ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

په مخکنی مکتوب کې ویل شوی وو، چې د خاص اروزګان جګړه قومی ده او د حل له پاره یې یو پلاوی ټاکل شوی، خو د حکم دا بل انځور کې چې مرتضوی خپور کړی دغه برخه یې اصلاح شوې او ویل شوی، د اروزګان د پېښې د څېړلو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی دی، خو د جګړې قومی والی ته یې اشاره نه ده کړې.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې لومړی حکم جعلی و او که یا هم ولسمشرۍ ماڼۍ خپل حکم اصلاح کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.