تمه ده د ژنیو کنفرانس د افغان سولې په برخه کې ګټور تمام شی

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وایی، د ژنیو په کنفرانس کې د افغان حکومت د استازو د ګډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی.

ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ژینو کنفرانس له پاره د اړوتیاو تدابیر نیول شوی دی.

اجرائیه رییس هیله وښوده، چې د ژینو کنفرانس به له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو او ژمنو په برخه کې ګټور تمام شی.

دغه راز اجرائیه رییس دا هم و ویل، تمه لری، چې دغه کنفرانس به په افغانستان کې د سولې په برخه کې، چې د افغان ولس له لومړیتوبونو ده هم اغېزمن وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.