د بالیووډ باچا شارخ خان د انوشکا شرما سره د صفر یا زیرو په نوم نوی فلم جوړی.

د بالیووډ باچا شارخ خان د انوشکا شرما سره د صفر یا زیرو په نوم نوی فلم جوړی.

شارخ خان او انوشکا تیر کال د جب هیرې میټ سیجل په نوم فلم جوړ کړ، چې چندانې بازار یې ونه کړ.

شارخ خان وایی، ۲۰۱۸ کال له صفره پیلوی. انوشکا شرما، چې د ویرات کولی سره یې د واده دا میاشت پوره شوه، بیرته بالیووډ ته راګرځیدلې او د شارخ خان سره یې د یاد فلم لپاره شوټینګ پیل کړی دی.

انوشکا شرما په خپله تویټر پاڼه لیکلی، چې خوشاله ده بیرته خپل مسلکی کار ته راستنه شوه.

فلم کې د بالیووډ بله ستورې کټرینا کیف هم مخکښ رول لری.

باوری خبری سرچینه

د کټرینا کیف او سلمان خان ګډ فلم ټایګر زنده هی اوس هم په سینما روان دی، چې تر دې دمه یې تود بازار کړی او د ګڼو مینوالو د پام وړ ګرځیدلی.

تمه ده، چې د شارخ خان دا فلم به تر نورو هغوې ډیر ښه وی او ګټه به یې ډیره وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares