غنی امنیتی مسئولینو او منسوبینو ته عالی دولتی مډالونه ورکړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو مسوولینو او یو شمېر منسوبینو ته د امنیت د تامین او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقدیرولو په موخه عالی دولتی مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدی مکافات ورکړل.

د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غنی د ملی دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د اعلی سرقومندانۍ په چارو کې د ملی امنیت سلاکار مرستیال ته د غازی وزیرمحمداکبرخان دولتی مډالونه، د ملی امنیت عمومی ریاست لوی رئیس او د ملی دفاع وزارت لوی درستیز ته د غازی امان الله خان دولتی نښانونه  او مراد علی مراد ته د غازی میرمسجدی خان دولتی مډال ورکړ.

همدارنګه ولسمشرغنی د امنیتی او دفاعی ارګانونو ۲۹ مسوولینو او منسوبینو ته یې د غازی وزیر اکبرخان، غازی میرمسجدی خان، غازی محمدایوب خان او غازی میربچه خان دولتی مډالونه ورکړل او د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو ۷۲ منسوبینو ته چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسی جرګې ټاکنو د امنیت د تامین او د دښمنانو د شومو پلانونو شنډولو کې یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې وې دولتی مډالونه ورکړل.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین اخترمحمد ابراهیمی ته د لوی پاسوالی رتبه او د ملی امنیت شورا دفتر د وړاندیز په اساس د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ په چارو کې د معاونیت مرستیال او د ملی امنیت شورا دفتر د اطلاعاتو او همغږۍ عمومی رئیس تورنجنرال بهادرشاه احمدی ته د ډګرجنرالۍ رتبه منظور کړې وه، ورکړه.

ولسمشر غنی د مډالونو، نښانونو، رتبو او نغدی مکافاتو له ورکړې وروسته په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، نن د خوشالۍ ورځ ده او د زړه له کومې د امنیتی او دفاعی ځواکونو ټولو منسوبینو ته چې په مېړانه، سرښندنو او اوله درجه احضاراتو یې دا ثابته کړه چې دا خاروه ازاده او ولسواکه پاتې کېږی د زړه له کومې مننه کوم او دغه بریا دې ټولو ته مبارکه وی.

هغه زیاته کړه، زموږ مېړنی ځواکونه تر بل هر وخت د ولس زیات او پراخ ملاتړ له ځانه سره لری او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته ازادی چا په ډالۍ کې نه ده ورکړې، بلکې زموږ مېړنیو امنیتی او دفاعی ځواکونو په خپلو مبارزو، وینو او سرښندنو ګټلې.

ولسمشر غنی وویل، د دغو مېړنیو درناوی او د هغوی کورنیو ته رسیدګی زموږ مسوولیت او مکلفیت دی  او وېې ویل  چې امنیتی ځواکونو ثابته کړه چې د هیواد د دفاع او بقا په برخه کې یې خپل ځانونه درېغ نه کړل.

زموږ هیوادوال او نړیوال د دوی د سرښندنو قدردانی کوی.هغه زیاته کړه، بروکسل کې د ناټو سرمشریزه د دغو سرښندنو د درناوی ښه بېلګه ده چې ټولو ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د مېړانې یادونه وکړه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.