د زابل ولایت پولیسو ۱۷ کیلو ګرامه هیروین نیول شوی.

 د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار وایی، دغه نشه یې توکی یې د زابل ولایت په اړوند سیمو کې نیولی.
ښاغلی مایار وایی، د دې قضیې په تړاو ۵ کسان لاس په لاس نیولی چې دری یې ښځې ۲ نارینه دی چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار وایی، قاچاق وړونکو پلان درلود دغه مواد بهر ته ولیږدوی چې د کشفی مالوماتو او د پولیسو په نه ستړې کېدونکو هڅو سره دغه پلان شنډ او مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شول.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.