د تاج محل په جومات کې په لمونځ کولو بندیز ولګول شو

هندوستان  د تاج محل په جومات کې  په لمونځ کولو  بندیز ولګو.

د هندوستان د لرغون پیژندنۍ څیړنیزې  ادارې  د تاج محل  ماڼۍ په جومات کې  په لمونځ کولو بندیز ولګو. د یادې شوې ادارې چارواکیو د جومات   اودس ځای مهر او لاک کړی دی.

د ټایمز اف اڼدیا د ورځپاڼې  د خبر له مخې  د هندوستان  سترې محکمې  د روان کال د جولای په میاشت کې د تاج محل د ماڼۍ په جومات  کې  د جمعې د لمونځ په ادا کیدو د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

ددینه وروسته  د هندوستان د لرغون پیژندنې ادارې  دلته په لمونځ د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

د یاد شوی  جومات  امام  سید صادق علی  خبری  رسنیو ته ویلی دی چې  پرون په ناڅاپی توګه  د جومات اودس ځای وتړل شو.

د بله پلوه د تاج محل د انتظام  د کمیټې  رئیس  سید ابراهیم حسین  ویلی دی چې  په تاج محل کې  د اوږدو کلونو راهیسې  لمونځ ادا کیږی. دلته  په لمونځ د بندیز لګولو په خاطر هیڅ ډول کوم  سبب  شتون نلری. هغه ویلی  دی  چې  پدې اړه به خپل شکایت تر لوړو مقاماتو ورسوی.

هغه ویلی دی  هم  په مرکزی  حکومت او هم  د اګرا ایالت  په ځایی  حکومت  کې  د مسلمانانو ضد  یو ذهنیت حاکم  دی. کیدای شی چې دا پریکړه هم   د همدې ذهنیت لرونکو په لارښونه شوی  وی.

د بله پلوه  د هندوستان د اګرا ایالت د لرغون پیژندنې د ادارې  مشر  ویلی دی چې دا پریکړه د سترې محکمې د حکم په اساس کړې ده . ددینه وروسته به د تاج محل په جومات کې  د ځایی خلکو نه پرته  بل چاته د لمونځ کولو اجازه ورنکړی. یواځې  ځایی خلک کولای شی  چې دلته لمونځ ادا کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.