هغوی ته چې ډیر کله د لاسونو او پښو له ګوتو ټکونه وباسی

ډیر خلک به مو لیدلی و چې تل له خپلو ګوتو ټکونه وباسی.

ظاهرا دا د ځینو لپاره په یوه ساعتیرۍ بدله شوې چاره وی.

ارواپوهان باور لری هغوی چې له ګوټو ډیر کله ټکان وباسی، ددې امکان شته چې له روانی ستونزو کړیږی. خو که له روانې ستونزو یې تیر شو، ویل کیږی چې دا کار په اوږدمهاله توګه د کوتو لپاره زیان رسولی شی.

پوهان د څېړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسېدلی دی، چې کله په اصطلاح د ګوتو قولنج باسو (له ګوتو ټکان باسو) نو د ګوتو د کوچنیو بندونو ترمنځ یوه مایع چې د هډوکو د اسانه حرکت لپاره ده او (سینوویال) نومېږی په هغې کې خالیګاه پیدا کېږی.

له ګوتو څخه د ټکان اېستلو په وخت کې مفاصل په خپل منځ کې سره لرې کېږی او ددې خالیګاه د ډکولو لپاره نوره اضافی مایع وجود نه لری.

له همدې امله د همدې سینوویال مایع تر منځ یوتش ځای Cavitation منځ ته راځی چې همدا د ټک غږ لری، چې کېدای شی د اوږد مهال لپاره د ګوتو څخه د ټکانو اېستل له خطر څخه خالی نه وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.