هندی پخوانی لوبغاړی له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخه ښه وکړه

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی پیلوونکی لوبغاړی ورېئنډر سېواګ نور له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره د مشر روزونکی په توګه دنده نه کوی.

مخکې سېواګ د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونوکې د پنجاب لوبډلې د توپ وهنې روزونکی یا کوچ و، چې اوس یې له خپلې دندې استعفی وړاندې کړې ده.

د سېواګ پرځای اوس نیوزیلېنډی مایک هېسن د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.

سېواګ ویلی چې ما د پنجاب لوبډلې سره د لوبغاړی، لوبډلمشر او کوچ په صفت ښه وخت تېر کړ، زه د پنجاب لوبډلې د مشرانو څخه راضی یم او نورمې د کار وخت پای ته رسېدلی دی.

نوموړی دا څرګندونې د نومبر په ۳ مه نېټه کړی دی.

سېواګ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونوکې په پنجاب لوبډله کې د لوبغاړی په صفت لوبېده، هغه د پنجاب لپاره ۲۵ لوبې کړې وې، چې پکې یې ۵۵۴ منډې کړې وې، په ۲۰۱۴ م کال کې د سېواګ د ښې توپ وهنې له امله پنجاب لوبډلې د آې پی ایل سیالیو پایلوبې ته لار موندلې وه.

سېواګ په ۲۰۱۶ م کال کې د لوبډلې روزونکی شو.

د پنجاب لوبډلې مخکښه شریکوانه د هندوستانۍ سېنمایی نړۍ وتلې او ښکلې اداکاره پرېټی زېنټا ده، چې کله، کله لوبغالی ته د خپلې لوبډلې او لوبغاړو د تشویق په خاطر راځی او لوبغاړی هڅوی.

کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ۲۰۱۶ کال آې پی ایل سیالیو کې اتم مقام واخېست، چې تر ټولو وروستی مقام و.

سږ کال د آې پی ایل سیالیو په لړکې پنجاب لوبډله تر کواټرفاینل سیالیوښه روانه وه، چې لوبډلمشری هندوستانی اف برېک بالر ریوی چندرن اشوېن کوله.

مخکې اسټرالیایی برېډ هاج د لوبډلې مشر روزونکی و.

دا چې سېواګ د پنجاب لوبډلې له روزنې سره مخه ښه وکړه، نو ښایی چې بلې کومې لوبډلې ورته د زیات امتیاز وړاندیز کړی وی، تر څو په بله لوبډله کې خپله دنده پیل کړی.

۲۰۱۹ کال آې پی ایل سیالۍ د مارچ په میاشت کې پېلېږی او د می په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.