پر فېسبوکی پیغامونو مو سوداګری روانه ده

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مخکښه وېبپاڼه فېسبوک د خپل عمر تر ټولو بدې ورځې تجربه کوی او هره ورځ یې په اړه منفی راپورونه خپرېږی.

څه وخت مخکې مو په سرخط کې لوستی و چې په دې وېبپاڼه کې د میلیونونو کسانو اکاونټونه هک شوی او همدا ډول یې پټ مالومات غلا شوی دی.

خو په یوه تازه راپور کې راغلی چې د دې وېبپاڼې د کاروونکو پر پیغامونو هم سوداګری پیل شوې او یوه ډله یې پر بله په خورا ډېرو پیسو پلوری.

راپور زیاتوی، د نږدې یو اتیا زره کسانو دا ډول پیغامونه همدا اوس په انلاین ډول پلورل کېږی. دا کسان تر ډېره په امریکا، بریټانیا، روسیه، اوکراین او برازیل کې اوسېږی.

دې ډلې چې د فېسبوک د کاروونکو پیغامونه پلوری، بی‌‌بی‌سی ته ویلی، د نږدې ۱۲ کروړه اکاونټونو اړوند مالومات خپاره شوی دی او ټول به وپلورل شی.

خو فېسبوک بیا په ځواب کې یوازې دومره ویلی چې د اغېزمنو کسانو لپاره به د اړتیا وړ هڅې وکړی او د دې چارې مخه به ونیسی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.