ناجیه منیره آخندزاده لنډه پېژندنه

ناجیه منیره آخندزاده د الحاج څارنوال محمد غیاث زلمی آخندزاده لور او د قضاوتپوه مولوی عزیزالدین آخندزاده لمسۍ یم چې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې مى سترګې دی نړۍ ته وغړولې. لمړنۍ زده کړې مى د ننګرهار ولایت د بی بی زینب په لیسې کی ترسره کړې. په افغانستان کې د کورنیو جګړو او د ښځو لپاره د ښوونی او روزنی د شرایطو د نه شتون له امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پاکستان هیواد ته کډواله شوم. په پیښور کې مى د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د سویس د مرستو ښوونیز مرکز څخه ډیپلوم تر لاسه کړ..
د سیاسی او کلتوری ستونزو سره سره می بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ چې په ۱۳۸۸۸ لمریزکال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامی قوانیونو د برخی څخه د کدر په درجه فارغه شوم چې وروسته می بیا د امریکا په متحده ایالاتو کی د نړیوالو او مقایسوی قوانینو په څانګه کی د ماسټرۍ تر کچی خپلی زده کړې بشپړې کړې او بیرته خپل ګران هیواد ته د خدمت لپاره را ستنه شوم..
کاری تجربې:
د تیرو شپاړلسو کلونو په موده کی می په خپل ګران هیواد کی د مدنی فعالیتونو او کورنیو مصروفیتونو سره سره له مختلفو نړیوالو او کورنیو سازمانونو سره بیلابیلی دندې ترسره کړیدی چی په لاندی ډول یی خلاصه کوم:
په امریکایی روزنیز مرکز کې د انګلیسی ژبی د استادې په توګه .
د آی – ایم – سی افغانستان دفتر کې د اداری مرستیالې په توګه .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسی دفتر یا یوناما کی د بشر د حقونو د څانګی د مرستالې په توګه.
د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی کی د افتخاری ښوونکی په توګه.
دعدلیې په وزارت کې د بشری حقونو د برخې مرستیالې او سرپرستې په توګه ، چى د ملگرو ملتونو د پرمختیایی اداری یا UNDP په مالی مرسته تمویلیدله.
د ښځو لپارہ د ملګرو ملتونو اداره یا (UN WOMEN) کې د عدالت پروژې د آمرې په توګه . همداراز په نوموړی ادارہ کې د همغږۍ او د عدالت غوښتنې څانګه کى د مرستیالې او سرپرستې په توګه ، چی وروسته بیا د کاری وړتیا لہ امله په همدی اداره کی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی لہ مینځہ وړلو څانڰې د مشرې پہ توڰہ وڰومارل شوم .
هیواد ته د خپلو ټولو ترسره شوو او روانو خدمتونو او په راتلونکی د لاښه خدمتونو د ترسره کولو ارادی او احساس او همدارنګه ، د مینه والو ملاتړ، د ملګرو تشویق، په ځانګړی توګه د دردیلی ولس د هیلو پوره کولو، د روانو بد بختیو د له منځه وړلو او په سیاست کې د ځوانانو د رغنده رول د لوبولو په موخه اړه شوم چی د ناپایه او تلپاتی ولسی او خدایی خدمت په نیت، له ننګرهار ولایت څخه د ۱۳۹۷ لمریز کال په پارلمانی ټاکنو کې خپلواکه نومانده شم تر څو ددې لارې وکولای شم چې د افغانستان دردیلی ولس ته په پراخه کچه د خدمت جوګه وګرځم.

ستاسو اعلانات دلته

About مینه شهرزاد

مینه شهرزاد په ننګرهار کې دباوري خبري سرچینې خبریاله یم زه په خپل مسلک ویاړم زده کړي مي تر لیسانس پوري کړي دی په ژورنالیزم کې

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.