ایران د افغانستان د سولې پروسه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

ایرانی چارواکی وایی، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسه کې همکاری وکړی.

دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د سولې عالی شورا رییس محمد کریم خلیلی سره کتنه کې کړې دی.

د افغانستان د سولې د عالی شورا رییس او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د لړم ۱۴ مه ایران ته ولاړ او هلته یې له ایرانی چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه په ځینو موضوعاتو خبرې کړې دی.

ښاغلی خلیلی له ایرانی چارواکو سره خبرو کې ویلی، چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو په تېره بیا د ایران همکاری خورا مهمه ده.

نوموړی زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ به د دې سبب شی، چې په سیمه کې ترهګری ختمه او ترهګر خپل ملاتړی له لاسه ورکړی.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلی، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسی مذاکراتو پر مټ حل کېدای شی.

نوموړی زیاته کړې دمګړی په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه او ځینې نورې ترهګرې ډلې نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې سیمې ته د خطر زنګ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایی، هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې ایران د افغانستان ملاتړی او چمتو دی، چې د افغان سولې پروسې په اسانه کولو او دغه هېواد ته د ثبات په راوستلو کې همکاری او مرسته وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares