چین کولای شی د ترهګرو ملاتړی هېوادونه له دغه کاره راوګرځوی

د ګلوبل ټایمز په نامه یوه نشریه لیکی، چین کولای شی د ترهګرو ملاتړی هېوادونه له دغه کاره راوګرځوی او د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوی.

د ګلوبل ټایمز نشریې په مقاله کې ویل شوی، چین په سیمه کې پر هغو هېوادونو نفوذ لری چې شک کېږی دوی د ترهګرو ملاتړی دی.

نشریې زیاته کړې، چې د چین همدې نفوذ ته په کتو او له هغو په ګټې اخیستنې سره کولای شی دغه هېوادونه د وسله والو له ملاتړه را وګرځوی او افغانستان ته سوله راولی.

په مقاله کې لیکل شوی چین په نړۍ کې دویم ستر اقتصادی قدرت دی خو تر ټولو نېږدۍ ګاوندۍ افغانستان یې په جګړو او ناخوالو کې ډوب دی، چې د دغه هېواد روان هر ډول وضعیت پر چین اغېز کولی شی.

د ګلوبل په نشریه کې ویل شوی، د افغانستان ثبات او امنیت د چین لپاره خورا مهم دی اوکه په افغانستان کې ثبات وی او امنیت تامین شی، نو چین به خپله سیمه ییزه سوداګری او ترانیزتی لار وغځوی او همدا راز به له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې جوړې کړی.

سرچینه کاږدی، چین له افغانستان سره ډېرې تاریخی دیپلوماتیکې اړیکې لری او تر څنګ یې ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې به همکاری کوی، نو له همدې امله له دغه هېواد تمه کېږی چې خپلې هڅې ګړندۍ کړی او د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوی.

کلوبل ټایمز دغه مقاله پر داسې مهال خپره کړې، چې پرون د چین ولسمشر، لومړی وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان او ورسره پلاوی سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دی.

راپورنه وایی، دواړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی او هوکړه یې کړې، چې په دې برخه کې به مرسته کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.