د ناټو سر منشی په ناڅاپی سفر کابل ته راغلی

د ناټو سازمان سرمنشی یینز سټولټنبرګ په یوه ناڅاپی سفر کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوری.

سټولټنبرګ نن سه شنبې کابل ته رسېدلی او ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، تر غرمې وروسته به له ولسمشر غنی سره لیدنه ولری.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شی، چې له ولسمشر غنی سره تر لېدنې وروسته به دواړه یوې ګډې خبری غونډې ته وینا هم وکړی.

دغه راز په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې سټولټنبرګ به د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځینو نورو چارواکو او سیاسیونو سره هم وګوری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares