افغانستان او پاکستان نن د کډوالو په اړه خبرې کوی

ټاکل شوې افغان او پاکستانی چارواکی به نن په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې او بحثونه وکړی.

پاکستنی رسنیو ویلی په دغه ناسته کې به له پاکستان د افغان کډوالو پر وتلو او په دغه هېواد کې د کډوالو اوسنی وضعیت خبرې وشی.

دیپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلی چې دغه خبرې د سولې لپاره د پاکستان-افغانستان د ګډ عمل پلان پر بنسټ ترسره کېږی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایی، دمګړی په پاکستان کې ۱,۴ میلیونه ثبت او راجستر شوی کډوال شته دی.

د دې تر څنګ داسې کډوال هم شته دی چې ثبت او راجستر شوی نه دی او نه هم د اوسېدو ځانګړی کارتونه لری.

پاکستانی رسنیو زیاته کړې، چې افغان او پاکستانی چارواکی به د دواړو کټه ګوریو د کډوالو په اړه خبرې وکړی.

پاکستانی حکومت څه موده وړاندې پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د راتلونکی کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.