د ډپیکا پر واده د شاه رخ خان ګرمه خوشحالی

د هندۍ سینما مشهور ستوری او د بالیوډ بادشاه شاه رخ خان تېره ورځ د خپل نوی فلم (زیرو) د ټریلر د خپریدو پر مهال د خپلې ۵۳مې کلیزې جشن هم جوړ کړی او په همدغه جشن کې یې د ډپیکا پډوکون په واده هم زیاته خوښی ښکاره کړه.

شاه رخ خان ویلی کله چې یې ډپیکا د واده خبر واورېده، نو غوښتل یې چې ډپیکا په غیږ کې ونیسی او زیات خوشحاله شو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼۍ د رپوټ له مخې، د ټریلر د خپریدو او کلیزې په تړاوو جوړو شویو مراسمو کې خان په یوه مرکه کې ویلی، کله چې یې په فلمی نړۍ کې قدم کېښود نو هاغه مهال یې افسانوی اداکارې سری دیوی او مادهوری دېکشت سره کار کاوه.

کینګ خان زیاته کړې کله چې د هغوې ستورو ودونه وشول نو له ما یوه ښه فلمی لوبغاړی جوړ شو، دی وایې اوس په بالیوډ کې د نوی نسل ودونه دی چې دی پرې ډېر زیات خوشحاله دی، فکر کوی چې تر دوی وروسته به بالیوډ سینما نوره هم د ځلانده ستورو لاس ته پرېوځې.

شاه رخ خان په خندونکی انداز کې ویلی چې زه د ښکلو په ودونو له زړه نه ډېر زیات خوشحالیږم.

ټاکل شوې روانه میاشت ۱۴ او ۱۵ نېټو باندې د ډپیکا پډوکون او رنبیر سنګهـ واده وشی چې شاه رخ خان پرې زیاته خوښې ښودلې.

خان ویلی؛ چې له نیټې خبر شو، نو سمدلاسه یې ډپیکا پډوکون ته ټېلیفون کړی او مبارکی یې ورته ویلې.

دی وایی، د واده بلنلیک د رسیدو سره سم به هر څه پریږدی او د واده لپاره به یوه خوندور جشن ونیسی.

بل لورته دغه فلمی ستوری وروسته له هغې د مینوالو له غبرګون سره هم مخ شوی چې د پریانکا چوپړا پر کوژدنې او واده یې هېڅ خبرې ونه کړې، خو د پډوکون پر واده یې له حده زیاته خوښې څرګنده کړې.

د یادولو ده چې فلم (اوم شانتی اوم) لومړنی فلم وه چې ډپیکا پډوکون پکې کار وکړ، په دغه فلم کې د پډوکون سره مرکزی رول شاه رخ خان لوبولی و.

همدا ډول انوشکا شرما هم د لومړی ځل لپاره شاه رخ خان سره فلم (رب نی بنادی جوړی) کې یو ځای کار وکړ او همدا د انوشکا لومړنی فلم هم و، نو همدا لامل دی چې انوشکا شرما، ډپیکا پډوکون او شاه رخ خان سره نژدې ملګری دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.