د (زیرو) فلم ټریلر په دوه ورځو له ۶ کروړه ډیرې پیسې ګټلی

د هندۍ سېنما د وتلی ستوری او کنګ خان د راتلوونکی فلم ټریلر له خپرېدو وروسته د ډېرو خلکو پام دغه فلم ته اړولی.

د ټریلر له لیدلو وروسته مینوال د فلم د ریلیز لپاره په بې صبرۍ انتظار باسی.

شاه رخ خان د راتلوونکی فلم (زیرو) ټریلر په ټولنیزه مېډیا باندې له خپرېدو وروسته ډېر ریکارډونه مات کړل.

دغه ټریلر په دوو ورځو کې تر اوسه پورې تر ۶ کروړه زیاتې پیسې ګټلی دی.

د هندوستانی رسنیو د رپوټ له مخې د شاه رخ خان د نوی فلم(زیرو) ټلریر په مینوالو کې یوه انګازه خپره کړې او هر طرف د نوموړی د فلم خبرې کیږی او مینوال د فلم د خبرېدو انتظار په ډېرې بې صبرۍ کوی.

د انند رائی په لارښوونه جوړیدونکی دغه فلم چې ټریلر یې دوه ورځې وړاندې د نومبر په ۴ خپور شوی او خلکو تر منځ د خوښې اندازه له دې معلومیږی چې د ۳دقیقو او ۱۴ ثانیو دغه ټریلر په دوه ورځو کې تر ۶ کروړه زیاته ګټه کوی.

د یادولو ده چې د کنګ خان (شاه رخ خان) په خپل پروډګشن جوړیدونکی فلم (زیرو) کې د ټیټ قد څښتن رول لوبولی، چې ورسره په مقابل کې انوشکا شرما د یوې ذهنی معلولی نجلۍ کار کړی.

په همدغه فلم کې کټرینه کیف د خپلې اداکارۍ جادو خپلو مینوالو ته ښودلی.

اټکل دی چې دغه فلم به د روان ۲۰۱۸ مېلادی کال په ډسمبر میاشت کې په ۲۱ تاریخ باندې د سینما د پردې د ښکلا لامل شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.