د پاکستان د ډېری بانکونو ډېټا غلا او هک شوې

د پاکستان فدرالی استخباراتی ادارې چارواکو ویلی، چې د هېواد د ډېرو بانکونو ډېټا یې هک او غلا شوې، چې ګڼې ستونزې یې زېږولې دی.

د پاکستان فدرالی تحقیقاتی اداره (اېف آی ای) ویلی، دغه څه په ملک کې خطرناک حالت رامنځ ته کړی دی.

د یادې ادارې رییس متقاعد جګړن شعیب له جیونیوز سره په خبرو کې ویلی، بانکونو ډېټا له بهر څخه هیک شوې او تېره اونۍ د یوه بانک وېب سایټ هم هیک شوی دی.

راپورونه وایی، د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان په یوه اسلامی بانک د هیکرانو په برید کې ۶ میلیونه ډالر غلا کړای شول او په تازه پېښه کې د ۵ زره حساب لرونکو بانکی حسابونه مات کړای شوی دی.

د پاکستان فدرالی تحقیقاتی اداره اندېښنه ښودلې که دا سلسله دوام ومومی کېدای شی چې په پاکستانی بانکونو باندې بې باوری زیاته شی چې دا به په دغه ملک کې یو بل اقتصادی ناورین رامنځته کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.