قاچاق کوونکو په انارو کې نشه یی توکی لېږدول

کورنیو چارو وزارت له هېواد څخه بهر ته د نشه یی توکو د یو نوی ډول قاچاق د مخنیوی خبر ورکړی دی.

د نشه یی توکو د دغه نوی ډول قاچاق بېلګې د کابل او هرات په هوایی ډګرونو کې کشف او نیول شوې دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، دوه تنه قاچاق وړونکو غوښتل شپږ کیلو او ۳۸۶ ګرامه نشه یی توکی له کابل او هرات هوایی ډګرونو بهر ته قاچاق کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوی دغه قاچاق وړنکو د یاده اندازه نشه یی توکی د قاچاق له پاره یوه عجیبه ډول چلند کړی دی.

سرچینه زیاتوی قاچاق کوونکو دغه نشه یی توکی په ډېر ماهرانه شکل په تازه انارو کې ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې چې بهر ته یې ولېږدوی.

تر دې وړاندې په خوړلې توګه د نشه یی توکو قاچاق، په مقعد کې د نشه یی توکو ځای پر ځای کولو، په خېټه کې د عملیات له لارې د نشه یی توکو ځای پر ځای کولو قاچاق تر سره شوی و، خو دا لومړی ځل دی، چې په انارو کې نشه یی توکی لېږدول کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.