امریکا په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو ملاتړ کړی

امریکا وایی دوی او نور ملګری یې په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو تر سره کېدو ملاتړ کوی.

دغه څرګندونې کابل کې د  امریکا متحده ایالاتونو سفیر جان باس کړې او ویلی یې دی امریکا او د ټاکنو نور مالی ملاتړی په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ولسمشریزه ټاکنو ملاتړی دی.

نوموړی ټینګار کړی، امریکا غواړی د افغانستان ټاکنې، شفافې، عادلانه، پر خپل وخت او له درغلیو پاکې وی.

کابل کې د امریکا سفیر دا هم ویلی، چې د ژنیو په کنفرانس کې به هم د افغانستان د ټاکنو په اړه له نړیوالو سره خبرې وکړی. دغه راز باس زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې به د نړۍ له مهمو څېرو سره د افغانستان د سولې، امنیت، بیارغونې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کوی.

سفیر جان باس زیاته کړې، چې امریکا غواړی د افغانستان د اوږدې جګړې لپاره معقول حل پیدا کړی او دغه هېواد ته دایمی ثبات راوګرځی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.