فراه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه ولایت کې وسله والو طالبانو د سرحدی پولیسو په یوه کنډک برید کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه کنډک هم طالبانو نیولی دی.

راپورونه وایی، طالبانو تېره شپه د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د افغان سرحدی پولیسو په یوه کنډک برید وکړ.

په جګړه کې د وژل شویو افغان سرحدی پولیسو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورنه دی، خو د کنډک د سقوط موضوع چارواکو هم تایید کړې.

په ولسی جرګه کې د فراه استازی دادالله قانع ویلی، د سرحدی پولیسو په کنډک د طالبانو په برید کې د کنډک رییس ارکان په ګډون لږ تر لږه ۲۰ پولیس وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې په دغه کنډک کې تر پنځوس پورې سرحدی پولیس و، چې یوازې درې تنو یې په سیمه کې د ملی اردو یوه مرکز ته ځانونه رسولی، خو دا چې پاتې نور ۲۷ سرتېری چېرته دی په اړه یې معلومات نه دی ورکړی.

په ورته وخت فراه کې د افغان پوځ د لوا یواند نورالحق خالقی هم ویلی، چې طالبانو تر څو ساعته جګړې وروسته د سرحدی پولیسو یو کنډک نیولی دی.

نوموړی تاییدوی، چې په جګړه کې د کنډک د رییس ارکان په ګډون یو شمېر پولیس وژل شوی، خو دا چې له کنډک سره تلېفونی اړیکه پرې شوې د تلفاتو دقیق شمېره نه لری.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د دغه کنډک د نیولو تر څنګ د ۲۰ سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د نیولو پخلی کړی دی.

په دغه جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه افغان چارواکو او خپله وسله والو طالبانو څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.