زیتون مخ ښکلی کوی او د زړښت نښې له منځه وړی

د زیتون تېل له زرګونو کلونو راهیسې له دې امله د ښایست له پاره کارول کېږی، چې مخ او شکل ته ډېرې ګټې لری. زیتون تېل د زیتون د ونو له میوې ویستل کېږی چې اصلی سیمه یې د مدیترانې شاوخوا هېوادونه دی.

زیتون په پخوانی مصر کې د ګڼو سینګاریزو موخو له پاره کارول شوی دی. د زیتون ګټې یوازې د انسان شکل یا څېرې پورې ځانګړې نه دی، بلکې په غذایی سېستم کې هم ستره ګټه لری. د البوابه په نوم خبری وېبپاڼې پر مخ د زیتونو تېلو د پورې کولو ګټې ښودلې دی:

۱- زیتون ویټامن ای لری او د اکسیډېشن ضد دی، چې د مخ او د بدن پر نورو برخو پورې کولو سره د زړښت نښې نښانې له منځه وړی او ګونځې لرې کوی.

۲- له زیږه مالګې یا زیږه بورې سره د زیتونو ګډول او بیا یې پر مخ پورې کول د مخ د پوستکی د ښایسته کولو له پاره کار کوی، چې وروسته په تړمو اوبو ووینځل شی.

۳- د میک اپ د لرې کولو له پاره زیتون د یوه طبیعی له منځه وړونکی په توګه کارول کېږی.

۴- د زیتون تېل، د هګۍ سپین او لږ لیمو سره ګډ شی، بیا پر مخ پورې شی، دې سره مخ ځلا کوی او ژوندیتوب وربښی.

۵- پر زیتونو هره ورځ د پنځو دقیقو له پاره مخ مالش کولو سره مخ له زیتون تېلو غذایی توکی اخلی او ګونځې له منځه وړی. مېرمنو کې میاشتنۍ ناروغی د ښه والی پر لور بیایی.

۶- هره ورځ له خوب وړاندې د سترګو شاوخوا برخې پر زیتونو غوړول توروالی له منځه وړی او له سترګو چاپېره نری پوستکی ژوندی ساتی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares