موبایل کارول هم د سرطان لامل کېږی

امریکا کې یوې نوې تر سره شوې څېړنه کې د سرطان ناروغۍ او موبایل کارولو تر منځ اړیکه موندل شوې ده.

دغه څېړنه چې د امریکا د روغتیا ډېپارټمنټ له لوری ترسره شوې، څرګند ثبونه په کې موندل شوی دی. دغه څېړنه د امریکا د National Toxicology پروګرام کې له ډېرې مودې راهیسې په موږکانو روانه وه.

د څېړنې پایله کې راغلی، د موبایل له وتونکو شعاع ګانو څخه په موږکانو کې د سرطان ناروغې موندل شوې ده.

د څېړنې له مخې، د نارینه موږکانو په ګردو او دماغو کې د تومور ثبوت موندل شوی، خو په ښځینه موږکانو کې بیا دومره څرګند نه و.

وړاندې هم ځینو څېړنو کې ویل شوی وو چې د ځیرکو موبایلونو ډېر کارول د سرطان ناروغۍ لامل کېږی. پوهانو سپارښتنه کړې چې موبایل باید د اړتیا تر بریده وکارول شی.

هغه کسان چې په موبایل ډېرې خبرې کوی، اړینه ده چې غوږۍ (ګوشکی) وکاروی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.