یو قزاقستانی له ښخېدو دوه میاشتې وروسته کور ته ستون شوی

د قزاقستان د اتیراو ښار یو اوسېدونکی له هغه دوه میاشتې وروسته کور ته ستون شوی چې د کورنۍ خلکو یې د مړینې پر ګومان د هغه جسد خاورو ته سپارلی و.

د سپوټنیک قزاقستان له راپور سره سم سړی د تېرې جون په ۲۰مه نېټه خپل کور پریښی و او خپلوانو یې په جولای میاشت کې پولیس د سړی پر ورکه خبر کړل، ځکه هغه وړاندې هم د چا له خبرولو پرته کور پریښی و.

له څه وخت تېرېدو وروسته پولیسو د سړی خپلوان ور وغوښتل، چې هغه مړی وپېژنی، چې ګومان کېده د همدې ورک سړی به وی. د کورنۍ غړی د مړی د خرابۍ له امله د هغه پر پېژندو و نه توانېدل، خو ارثی (جینېټک) معاینو ټینګار وکړ چې دا جسد د همدې سړی دی او بیا هغه په تېر سپتمبر کې خاورو ته وسپارل شو، د نوموړی کورنۍ د هغه د مړینې سند هم ترلاسه کړ.

خو د اکتوبر په وروستیو کې سړی کور ته ستون شو او ویې ویل چې د هېواد په یوه لوری کې له یو چا سره د کرنې په کارونو کې په مزدورۍ بوخت و، چې تېر اوړی کې یې ورسره لیدلی وو.

د کورنۍ غړو د هغه له ستنېدا وروسته د معاینه کوونکو ډاکټرانو پر ضد قضا ته عریضه کړې ده او لا هم معلومه نه ده، چې ښخ شوی مړی څوک دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares