محمد ص ته د سپکاوی کوونکې مېرمنې مدافع وکیل هالنډ ته وتښتید.

محمد ص ته د سپکاوی کوونکې مېرمنې مدافع وکیل هالنډ ته وتښتید.

پاکستان کې د آسیه بی بی مدافع وکیل وایی، ملګروملتونو ورته ویلی چې ژوند ته یې ګواښ پیښ دی او باید هیواد پریږدی.

اخوا په پاکستان کې یو شمیر ګوندونه وایی حکومت له یوه ګوند سره تړون کړی او دا موضوع د ټول اسلامی امت پورې اړه لری.

د آسیه بی بی مدافع وکیل وایی، درې ورځې په اسلام  اباد کې د اروپایی ټولنې سفارت کې و خو نه یې غوښتل چې هیواد پریږدی.

د آسیه بی بی مدافع وکیل، سیف الملوک وویل، ((زما په ستره محکمه ملګری شته او هغوی زه په اسلام اباد کې د اروپایی ټولنې سفارت ته ورسولم، زه هلته درې ورځې وم، هغوی زما د تمې خلاف ماته ویل چې باید هیواد پریږدم، خو ما ورته ویل چې  تر څو آسیه خوشې نه شی زه له هیواده نه وځم.))

سیف الملوک وایی، هغه به ډیر خوشاله وای که اسیه بی بی هم ورسره وای خو ورته ویل شوی و چې نښه ګرځیدلی او ژوند ته یې ګواښ دی. سیف الملوک وایی تر اوسه ورته د آسیه بی بی په تړاو مالومات نشته چې چیرته ده.

ملوک د هالنډ په هاګ کې رسنیو ته دا خبرې وکړې خو هلته په پاکستان کې د آسیه بی بی پر ضد اوس هم لاریونونه روان دی او د هغه د مرګ ترڅنګ د قاضیانو د وژلو غوښتنه هم کوی.

لاریون کوونکی وایی، حکومت یوازې له یوه ګوند سره تړون کړی او حال دا چې دا د ټول اسلامی امت موضوع ده.

د کراچۍ کې د جماعت اسلامی څانګې مشر حفیظ نعیم الرحمن وویل، ((حکومت په دې تړاو یوازې له یوه ګوند سره تړون کړی چې لاریون یې کړی و. هغوی په دې تړون سره لاریونونه بند کړل خو دا د ټول ملت موضوع ده، دوه سوه لس میلیونه کسان غواړی چې پوه شی چې آسیه چیرته ده او ولې سزا نه ورکول کیږی او اوس د حکومت دریځ څه دی.))

آسیه بی بی په ۲۰۱۰ کال کې محمد ص او اسلامی ارزښتونو ته د سپکاوی په تور زندان ته تللې وه او محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه خو اوس لادرکه ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.